ننګرهار؛ نازیانو ولسوالۍ کې د ځوانانو د یووالي په نوم د ټیب بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۲:۴۶
ننګرهار؛ نازیانو ولسوالۍ کې د ځوانانو د یووالي په نوم د ټیب بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د شينوارو شپږګونو ولسواليو ورزشي مديريت پۀ لارښوونه د یاد ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ځوانانو د یووالي په نوم د ټېب بال کرکټ سیالۍ د پاچا سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د سیالیو پایلوبه د پاچا سټار او لنډۍ اېلون سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې پاچا سټار لوبډلې په ټاس/ پچه ګټلو سره خپلې سیالې لوبډلې ته په ټاکلو لسو اورونو کې د ۱۲۸ منډې هدف وټاکه او سیالې لنډۍ اېلون سټار لوبډلې یې په تعقیب کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې وکړې او سیالي یې د ۱۷ منډو په توپیر پاچا سټار لوبډلې ته وبایلله.

یاده دې وي، چې دغه سیالۍ د نظام د ملاتړ او د ځوانانو د یووالي په موخه ترسره شوې په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او هر لوبغاړو ته یې یو ورزشي لباس ورکول شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS