ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په نازیان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې عمر لوبډلې له خپل ۱۰۴ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې نازیان سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
