ننګرهار؛ په ختیځ زون کې د سیمه ییزو او دودیزو لوبو د ودې، بیا ژوندي کولو ، پراختیا او احصایې راټولولو درې ورځنی سیمینار پیل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۹:۷
ننګرهار؛ په ختیځ زون کې د سیمه ییزو او دودیزو لوبو د ودې، بیا ژوندي کولو ، پراختیا او احصایې راټولولو درې ورځنی سیمینار پیل شو

د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د پلاوي له لوريا د لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو د ۳۰ ورزشکارانو لپاره په ننګرهار ولایت کې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند پلاوی چې مشري یې د دې ریاست حقوقي سلاکار سید رسول افغاني کوي او په جوړښت کې يې د سپورت ریاست سلاکار جان علم حسیني، د شخړو د هواري کمیسیون غړی وحیدالله سایل، د مشورتي بورډ غړي فاروق الماس، د حقوقي کمیسیون غړي او یو شمېر نورو منسوبین هم شتون لري او پام کې ده چې ننګرهار ولایت ته د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې ګډونوالو ته یاد درې ورځنی سیمینار هم ورکړي.

د سیمینار په پیل کې د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورت رئیس عبدالسلام وزیروال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دودیزو او سیمه ییزو لوبو پر ارزښت یې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې په دې ولایت کې لسګونه سیمه ییزې لوبې شتون لري، چې هره یوه یې له یوې قبیلې، ولسوالۍ او کلی سره تړاو لري.

ښاغلي وزیروال وويل: سپورت د يوه هېواد د فرهنګ د لېږد او زمینه سازي بنسټ دى او دا د وياړ خبره ده، چې له مرکز څخه يو پلاوى ختيځو ولايتونو ته د دې پرمختګ په موخه راغلى او غواړي چې د هېواد سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته پراختيا ورکړي.

ورپسې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست حقوقي سلاکار سید رسول افغان خبرې وکړې، نوموړي وویل: د ملي، المپیکي او غیر المپیکي لوبو ترڅنګ سیمه ییزې او دودیزې لوبې هم یوه شتمني او میراث دی. په هیواد کې دې لوبو ته باید داسې اصول او رسمیت ورکړو چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې وده وکړي او ګاونډیو هیوادونو ته ولیږدول شي، ترڅو وکولای شو د خپلو دودیزو لوبو یو غوره انځور وړاندې کړای شو.

ښاغلي افغان زیاته کړه چې د دودیزو لوبو د ودې او پراختيا په موخه د ورزش رياست په چوکاټ کې يو کمېسيون رامنځته شوى، ترڅو دغه ورزش په سمه او معياري توګه وده او پرمختګ وکړي.

دا ښوونیز سیمینار د د دودیزو لوبو د معلوماتو راټولولو، بیا ژوندي کولو، پراختیا او احصایې راټولولو په برخه کې د مسؤولینو له لوري ورکول کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۴۲
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې شینکۍ لوبډلې لومړی او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آنریتدله لوري د ياد ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آريانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د اتو ولایتونو ترمنځ د سو کیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له اتو ولایتونو د ١٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د سو کیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ننګرهار،. . .

BACK TO NEWS