ننګرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د ورزش رياست له لوري د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو په ډاګو کلي کې د ٢٢لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په پيل کې دوې لوبې وشوې په لومړۍ لوبه کې د ميرزا خېلو او چمتلې لوبډلې سره مخ شوې چې دغه لوبه د ٢-٠ ميدانونو په توپیر ميرزاخېلو لوبډلې وګټله.
په دويمه لوبه کې بيا د ډاګو کلي او ميرزا خېلو لوبدلې سره لوبېدلې چې ٢-٠ ميدانونو په توپیر د ډاګو کلي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
دغه سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي، چې موخه يې د نظام لاسته راوړنې او د ولسونو ترمنځ يووالى دى.