ننګرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورټ سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونو رزمې ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورټ سيالۍ وشوې.
يادې سيالۍ د درې عمري کټګوري نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ وشوې، چې په پايله کې ۳۶ ورزشکارانو لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
هېره دې نه وی، چې يادو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.