ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۳:۵۴
ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د والیبال فدراسیون له لوري د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په مملې تاریخي سیمه کې له نظام څخه د ملاتړ او د ځوانانو یووالي په موخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې د خوږیاڼو اتفاق لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر د سره رود حاجي عبدالواحد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، راتلونکې لوبه به یې د عوض خان او طوطو منتخبې لوبډلو ترمنځ وشي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS