ننګرهار؛ په دره نور ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د صحرایي طوفان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په دره نور ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د صحرایي طوفان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د صحرایي طوافان او عادل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه صحرایي طوفان لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۹ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ۱۶۰ منډې هدف کېښود، بل لوري ته عادل لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله، ۱۲۳ منډې يې جوړې کړې او په ۳۷ منډو يې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي، چې دغو سیالیو ۲۵ ورځې دوام وکړ او اتلې لوبډلې ته لومړۍ درجه کپ ورکړل شو.