ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د صفي الله ملنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۲:۲۶
ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د صفي الله ملنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست له لوري په روداتو ولسوالۍ کې د ځوانانو د یووالي او سالمې تفریح په موخه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوې وې تېره ورځ د صفي الله ملنګ لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د صفي الله ملنګ او املوکي بازار لوبډلو ترمنځ شوه، چې د لوبې پچه د صفي الله ملنګ لوبډلې وګټله او لومړی یي د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۸مندې وکړې، په مقابل کې د املوکي باراز لوبډلې د څلور لوبغاړو په زیان سره ۱۱۴منډ وکړ ې او لوبه یې د ۱۴منډو په توپیر د صفي الله ملنګ لوبډلې ته پرېښوده.

د یادو سیالیو په پایلوبې کې د روداتو ولسوالۍ د ورزش مسوولینو، قومي مشرانو، ځوانانو او د کرکټ مینه والو ګډون درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS