ننګرهار؛ په سين غر ولسوالۍ کې د پنځو ولایتونو ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۲:۴۳
ننګرهار؛ په سين غر ولسوالۍ کې د پنځو ولایتونو ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست په همغږۍ د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري د سپین غر ولسوالۍ په چهل ګزي سیمه کې د کابل، کاپیسا، لغمان، کنړ او ننګرهار ولایتونو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په پیل کې دوې لوبې وشوې په لومړۍ لوبه کې د لوخۍ او تاج ملوک لوبدلې سره و لوبېدلې، چې د لوخۍ لوبډلې د ۲-۱ میدانونو په ګټلو سره تاج ملوک لوبدلې ته ماتې ورکړه.

همداراز په دویمه لوبه کې د باسول لو شیرین لوبډلې سره مخ شوې چې د باسول لوبډلې د ۲-۱ میدانونو په توپیر شیرین لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي چې موخه یې له نظام څخه ملاتړ او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

د یادونې ده چې د یادو سیالیو راتلونکې لوبه د لعلپوري او کوټ سیداحمدخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS