ننګرهار؛ په شیرزادو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د امن جام په نوم د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۱۲
ننګرهار؛ په شیرزادو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د امن جام په نوم د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په شیرزادو ولسوالۍ کې د امن جام په نوم د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

دغه سيالۍ چې شل ورځې به دوام وکړي د پیل لوبه د بر اشفان او ایلون برادرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپ وهنه ایلون برادرز لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د ۶ لوبغاړو په زيان ۱۶۴ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې بر اشفان لوبډلې یاد هدف د ۳ لوبغاړو په زیان پوره کړ او اوو ویکټو يې بريا خپله کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS