ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد ښار کې د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۳۳
ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد ښار کې د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بدن ښکلا فدراسیون د استازولۍ له لوري د شپږمې ناحیې اړوند ورزشي جمنازیوم کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې د بدن ښکلا او فټنس په برخه کې ترسره شوې، په پايله کې نهه تنه ورزشکاران د بدن ښکلا په برخه کې او پنځه تنه د فټنس په برخه کې د ياد ولايت په کچه وټاکل شول.

هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکاران ته ستاينليکونه او مډالونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS