ننګرهار؛ په مومندرې ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۱۹
ننګرهار؛ په مومندرې ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ هزارناو سوپر سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د هزار ناو سوپر سټار او هزار ناو اجتماعي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، هزار ناو سوپر سټار لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د هزار ناو اجتماعي لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۰ منډې جوړې کړې او د ۵۵ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه له نطام څخه ملاټر وو، چې ۲۰ ورځې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۰
Background image

کندز؛ خراسان باسوس لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د فوټبال سيالۍ، چې يوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۶
Background image

پکتيکا؛ شخيل آباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شخيل آباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې لس ورځې مخکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS