ننګرهار؛ په پچيراګام ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په غوښتنه او همکارۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي جاويد افغان لوبډلې وګټه.
د دغو سياليو پايلوبه د جاويد افغان او پاس صبر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه جاويد افغان لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته يې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۷۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې پاس افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زيان يوازې ۷۷ منډې جوړې کړې او په ۱۱۰ منډو يې سيالې لوبډلې ته ماتې ومنله.
هېره دې نه وي چې د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د ځوانانو سالمه روزنه ياده شوې ده.