ننګرهار؛ په پچيراګام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۲:۰
ننګرهار؛ په پچيراګام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست له لوري د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ننګرهار والیبال کپ په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پرانیستلو په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د سپورټ مسوولینو، د پچیراګام ولسوالۍ مسوولینو، امنیتي منسوبینو، قومي مشرانو او د والیبال مینوالو برخه اخیستې وه.

په دغو سیالیو کې د خراسان، ګردي غوث، بهسودو، خوګیاڼو، کوټ، سرخرود، اتحاد، دره نور، چپرهار، شینوارو، رودات، بډیالي، هډې فارم، پچیراګام، ننګرهار ښاروالۍ او شګې لوبډلې ګډون لري.

د ننګرهار والیبال کپ په نوم سياليو په لومړۍ لوبه کې د بهسودو او خوګياڼو لوبډلو له يو بل سره لوبه وکړه چې په پایله کې يې د خوګياڼو لوبډلې د ٠-٢ په توپير سره بریا خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې د دې ټورنمنټ په دوام به سبا هم دوه لوبې ترسره شي، په لومړۍ لوبه کې به د سرخرود او کوت لوبډلې او په دویمه لوبه کې به د اتحاد او خیوې لوبډلې له یو بل سره مخامخ شي او په پام کې دغه سیالۍ څلور ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۱۳
Background image

ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د توخي لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

هلمند، مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د بولان ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۸
Background image

کابل کې د اسيا سامبو کورش کنفدراسيون مرستيال د هېواد ورزش ادارې له رهبري سره وليدل

د اسيا سامبو کورش کنفدراسيون مرستيال او د منځنۍ اسیا د سامبو ټولنې رئيس علي شېر عليموف د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق سره وليدل.

په دغه ليدنه کې مولوي احمد الله. . .

BACK TO NEWS