ننګرهار؛ په پچیراګام ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د پچیراګام ولسوالۍ په هارون بابا کڼدو لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سين غر ځوانانو او پچیر پښتو زلمیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه د سپین غر ځوانانو لوبډلې ترسره کړه، دغې لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په زیان ۷۵ منډې هدف کېښود، بل لوري ته پچیر پښتون زلمیو لوبډلې ونه شوای کړای یاد هدف ته ځان ورسوي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته د یوې منډې په توپیر ماتې ومنله او سیالي یې بایلوده.
هېره دې نه وي چې یادې سیالۍ به ۱۸ ورځې دوام وکړي.