ننګرهار؛ په ښېوه ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۳۳
ننګرهار؛ په ښېوه ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت په ښېوه ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي، چې پنځلس ورځې يې دوام وکړ، د ښېوې مرکزي لوبډلې خپله کړه.

د دغو سياليو پايلوبه د ښېوې مرکزي او پشه يي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه پشه يي اتلانو لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۶۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ښېوې مرکزي لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او په شپږو وېکټو يې اتلولي خپله کړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS