ننګرهار؛ په ښېوه ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۵۸
ننګرهار؛ په ښېوه ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ښېوې ولسوالۍ بډيالۍ لوبډلې له لوري د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د مرکزي ښېوې او زاخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې زاخېلو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته په دوو ميدانونو ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې يادې سيالۍ د ښېوې ولسوالۍ په کچه د ۱۷ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS