ننګرهار؛ په کامې ولسوالۍ کې د «کامې اتلانو» په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ بیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۰:۲۶
ننګرهار؛ په کامې ولسوالۍ کې د «کامې اتلانو» په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ بیل شوې

د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست په مرسته د ټېپ بال کرکټ فدراسیون له لوري په کامې ولسوالۍ کې له نظام څخه د ملاتړ او یووالي په موخه د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې د کامې زلمي او کامې سوپرکینګ لوبډلې سره مخ شوې، چې د کامې سوپرکینګ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۶۴منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د کامې زلمي لوبډلې ورکړل شوی هدف په پنځم اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

یادې سیالۍ به ۲۰ ورځې دوام وکړي چې ګټونکې لوبډلې ته به یو عراده موټرسایکل هم په جایزه کې ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS