ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د کوټ ولسوالۍ په احمد خیلو سيمه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې حيات الرحمن لوبډلې خپلې سيالې ډوانو اتحاد لوبډلې ته د۲/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه فکري رغونه او له نظام څخه ملاتړ دی، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.