ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۳:۱۷
ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شولاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د لونګپور او شولاني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه لونګپور لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٣ منډو هدف وټاکه. شولاني لوبډلې ټاکلی هدف د یوې ویکټې په زیان د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۳:۱۷
Background image

ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شولاني لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۱:۲۸
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS