ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ماڼو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ماڼو لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې سرې کلا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
