ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک نندارې ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک نندارې ترسره شوې.
دغو نندارو کې ورزشکارانو د ګڼو مینوالو په شتون کې د جمناستیک برخې بېلابېل په زړه پورې حرکتونه ترسره کړل.
