ننګرهارکې د غیږنیونې څلورمه دوره لیګ سیالۍ ترسره شوې
د یاد لیګ د هڅونې دا سیالۍ څو اونۍ وړاندې د ځوانانو د سالمې مشغولتیا، ذهني او جسمي ودې په موخه په لاره اچول شوې.
په دې سیالیو کې اتحاد ، شاهین، جوانان سعادت، او الماس د غیږنیونې کلپونو یو د بل پر وړاندې سیالۍ تر سره کړې چې د تیرې اونۍ سیالۍ الماس او د اتحاد غیږنیوني کلپونو لوبډلو وګټلې.
یادې سیالۍ دبدني روزنې او ورزش ریاست او دغیږنیونې فدراسیون په همغږۍ پیل شوي دي.
د غیږنیونې د لیګ سیالۍ دوام لري چې پاتې لوبې به په راتلونکو اونیو کې ترسره شي.
یادو سیالیو کې د ورزشي مسوولینو ترڅنګ ګڼ شمېر مینوالو هم ګډون کړی وو.
