ننګرهار ورزش ریاست؛ د هرات د غمیزې په پار د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړ

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو له مسولینو سره په ګډه د هرات د وروستۍ غمیزې لپاره د مرستو راټولو کمپاین پیل کړ.
په دغه ناسته کې د ننګرهار ولایت په کچه ورزشي مسوولینو د هرات ولایت له زلزله ځپلو هیوادوالو سره مرسته د هر مومن مسلمان وجیبه یاده کړه او د یادې پېښې له قربانیانو سره یې د ۶۰۰۰۰ شپېته زره افغانیو مرستې ژمنه وکړه.
داپه داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رهبرۍ له لوري د ټولو ولایتونو ورزشي مسوولینو ته خبر ورکړل شو، چې د یادې پېښې د قربانیانو د کورنیو لپاره هرڅومره زر د مرستې راټولو کمپاین پیل کړي.