ننګرهار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنخ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۱:۳
ننګرهار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنخ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لورې د هرات زلزله ځپلیو سره د مرستې په موخه ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې، د چپرهار ولسوالۍ د والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دې سیالیو په پای لوبه کې د چپرهار ولسوالۍ منتخبې لوبډلې فرید اکرمه لوبډلې ته ۱/۳ میدانو په توپیر ماتې ورکړه او یادو سیالیو اتلولي يې وګټله.

د دې سیالیو موخه، چې د هرات ولایت له زلزله څپلو سره خواخوږي وه، د پای په مراسمو کې يې ګټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه اوستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS