ننګرهار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د او-سپورټ رزمي سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
ننګرهار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د او-سپورټ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورت سبک رزمي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۵۴ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۵۳
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین آزادۍ لوبډلې په اتلولي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۲۱
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د اشترلي ولسوالۍ په بغل کندو سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د زړه سوی جام په نوم د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۴۷
Background image

BACK TO NEWS