ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار اړوند شپږمه ناحیه کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د نويو استعدادونو موندل وو او يوه ورځ يې دوام وکړ.
