ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۴۸
ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د ارغچ اصلاحي او خدماتي ټولنې په گډه همکارۍ ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د "ملي شاعر مرحوم مطيع الله تراب په ياد" د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د هلال اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د هلال اتلانو او ارغچ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ارغچ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې هلال لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې شپږو ویکټو په توپير وگټله.

ياده دې وي، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل د انعام په توگه ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۴۰
Background image

BACK TO NEWS