ننگرهار؛ روداتو لوبډلې د ښيوې ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د لومړي ځل لپاره په ښيوې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د روداتو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د روداتو او برادران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې روداتو لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۰/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو او په پای کې لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.