ننگرهار؛ سرخرود ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
ډ ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د سرخرود ولسوالۍ په شيخ مصري سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د وياړلي اتلانو او افغان زلمو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه افغان زلمو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۷ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف کېښود، په ځواب کې وياړلي اتلانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۸۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۳ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي.
