ننگرهار؛ لعلپورې ولسوالۍ لوبډلېد ۵۶ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۸:۴۴
ننگرهار؛ لعلپورې ولسوالۍ لوبډلېد ۵۶ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېب بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مومندرې ولسوالۍ کې د ۵۶ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ د لعلپورې ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د ياد سياليو پايلوبه د مومندرې او لعلپورې ولسواليو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې د مومندرې لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته ۱۰۰ منډې هدف کېښود، لعلپورې لوبډلې ياد ترلاسه کړ او د ۴ ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.

دغه سيالۍ چې شاوخوا يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو سالم رقابت و.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۳۲
Background image

بلخ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شریف ښار کې د شمال زون په کچه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۳۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بولان ځوانانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۲۸
Background image

غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د. . .

BACK TO NEWS