ننگرهار؛ مارکو سټارز لوبډلې د دور بابا ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۱۱
ننگرهار؛ مارکو سټارز لوبډلې د دور بابا ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت په همغږۍ د دور بابا ولسوالۍ په هوسا چينې ورزشي ميدان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د مارکو سټارز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د مارکو سټارز او هوسا چينې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، هوسا چينې لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو هدف کېښود، مارکو سټارز لوبډلې ياد هدف په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

دغه سيالۍ، چې د هېواد د بيارغونې په موخه ترسره شوې، شاوخوا دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS