ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۱۸:۵۵
ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې د ۶۶ لوبډلو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سیالیو لومړنۍ لوبه د افغان او هزارناو ايگل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه افغان لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې هزارناو ايگل لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د درېوو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۲۱
Background image

خوست؛ په مرکز متون ښار کې د مطيع الله تراب په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز متون ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د مرحوم مطیع الله تراب په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۱۲
Background image

کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدنې روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د ملي لوبډلې د نويو ځوانانو دولسم پړاو او د لويانو لومړی پړاو ټاکنيزې سيالۍ د ۳۰۰ ورزشکارانو په ګډون د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۹
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې له مرکز او والسوالیو د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې. . .

BACK TO NEWS