ننگرهار؛ نازيانو ځوانانو لوبډلې د نازيان ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري، د ياد ولايت په نازيان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د امن په نوم د ټېب بال کرکټ سيالۍ د نازيانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د نازيانو ځوانانو او د نازيانو اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې نازيانو ځوانانو لوبډلې، خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو کېښود، نازيانو اتفاق لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۵۵ منډو په توپير نازيانو ځوانانو لوبډلې يې اتلولي خپله کړه.
دغه سيالۍ، چې شاوخوا يوه اونۍ يې دوام وکړ، موخه يې ځوانانو تر منځ يووالی او سالمه تفريح ياده شوې وه.
په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
