ننگرهار؛ هزارناو سوپر سټارز لوبډلې د مينې او يووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۵:۷
ننگرهار؛ هزارناو سوپر سټارز لوبډلې د مينې او يووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د مينې او يووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د هزارناو سوپر سټارز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د هزارناو سوپر سټارز او باور خان اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، باور خان اتلانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۷۲ منډو هدف کېښود، هزارناو سوپر سټارز لوبډلې ياد هدف په پنځم اور ترلاسه کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS