ننگرهار؛ په مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په همکارۍ د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو هڅولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د ډکې اتحاد او گردي اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ډکې اتحاد لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې گردي اتفاق لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۱۲۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۰۰ منډو په توپیر وبايلله.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړي.
