ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۴۱
ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د گوشتې ولسوالۍ په ماما خېلو سيمه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د MPL ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ماما خېلو الف سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ماما خېلو الف سټار او ماما خېلو ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ماما خېلو الف سټار لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې ماما خېلو ځوانانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۰ منډو په توپير وبايلله.

دا سیالۍ ټېپ بال کرېکټ ورزش ته د ودې ورکولو او د ځوانانو د يووالي په موخه وشوې، چې ۱۰ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS