ننگرهار کلب د ننگرهار فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵۲
ننگرهار کلب د ننگرهار فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د‌ ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش په همکارۍ او د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډيوم کې د ۱۰ غوره کلبونو ترمنځ د ننگرهار فوټبال غوره ليگ سيالۍ د ننگرهار کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دا سيالۍ د ليگ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې ننگرهار کلب د ۲۵ امتيازونو په ترلاسه کولو سره اتلولي يې وگټله او همدارنگه په ترتيب سره عزت الله قاطع کلب نائب قهرماني او پېداگوژي کلب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه د ياد ولايت په کچه د غوره لوبډلې ټاکل و، چې شاوخوا ۴۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۹
Background image

کندز کې د ٨٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د شمال ختیځ زون په کچه د ٨٠ چاپندزانو ترمنځ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۷
Background image

زابل کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ او د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۵
Background image

.هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ اړوند خلچ سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.. . .

BACK TO NEWS