ننگرهار کې د درېيو ولايتونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولایت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د درېيو ولايتونو ترمنځ د لوبغاړو هڅولو او يووالي په موخه د ويلچر باسکټبال سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې د کابل، لغمان او کوربه ننگرهار لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې کابل لوبډلې د ۳۶ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی او ننگرهار لوبډلې بيا د ۳۱ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.
د ويلو ده، چې دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.