ننگرهار کې د زندانيانو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په مرکزي زندان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې حیدري بلاک لوبډلې خپلې سيالې محمدي بلاک لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د زندانيانو لپاره د سالمې تفريح برابرول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
