ننگرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د پاورلفټينگ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د هېواد پاورلفټينگ ملي فدراسيون او د ننگرهار پاورلفټينگ فدراسيون د استازولۍ په گډه همکارۍ د مرکز جلال آباډ ښار په کابل هډې جمنازيوم کې له پنځو ولايتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ سيالۍ پيل شوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې د خوست، پروان، غور، کابل او پر کوربه ننگرهار ولايت سربيره د کورنيو چارو وزارت ورزشکارانو ترمنځ ترسره کېږي، چې موخه يې په دغه ولايت کې د پاورلفټينگ ورزش وده ښودل شوې ده.
د پاورلفټينگ ملي فدراسيون مسؤلينو په خبره دا لومړی ځل دی، چې په ياد ولايت کې د زون په کچه د پاورلفټينگ سيالۍ ترسره کېږي، چې دوې ورځې به دوام ومومي.
