ننگرهار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک نندارې وشوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک زړه راښکونکي نندارې وشوې.
دا نندارې په درېيو عمري( نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو) کټگوريو کې ترسره شوې او موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅونه وه، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
