ننگرهار کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۱۸:۵۹
ننگرهار کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال اباد ښار په پنځمې ناحيې جمنازيوم کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پايله کې ۷ تنو ورزشکارانو د ننگرهار د نويو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول، چې په راتلونکي کې به د ياد ولايت په استازولۍ ملي سياليو کې لوبېږي.

د ويلو وړ ده، چې يادو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS