ننگرهار کې شپږ تنو استادانو ته د سامبو روزنيز سيمينار ورکړل شو
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار اړوند شپږمه ناحیه کې شپږ تنو استادانو ته د مسکلي وړتياوو لوړولو په موخه د سامبو دوه ورځنی روزنيز سيمينار ورکړل شو.
په دغه سيمينار کې د استادانو د مسلکي وړتياوو لوړولو سربيره د تمرين او لوبڅارۍ مهارتونه، تخنيکي اصول او د سامبو پېژندنه په نظري او عملي توگه تدريس شوه.
د ويلو ده، چې د سيمينار په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري گډونوالو ته تصديق پاڼې ورکړل شوې.
