نورستان؛ کامدیش ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نښې ویشتلو سیالۍ پيل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د نښې ویشتلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نښې ویشتلو سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مندګل کلي لوبډلې خپلې سیالې سعا کلي لوبډلې ته د ۲۴/۲۱ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د نورستان ولایت د نښې ویشتلو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل دي.