نورستان؛ کانتيوا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۵۱
نورستان؛ کانتيوا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کانتيوا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې چمن لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۰۵ منډو هدف وټاکه په مقابل کې اسپيت لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۹ منډې جوړې کړې او لوبه د شپږو منډو په توپیر چمن لوبډلې وګټله.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ورزش ته وده ورکول دي، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۹
Background image

هلمند؛ موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وصال لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

هلمند؛ بهرامچې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ستورو لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۳
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ د کلاگي لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS