نورستان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د برګمټال ای لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۲۲
نورستان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د برګمټال ای لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د برګمټال ای لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې برګمټال ای لوبډلې خپلې سیالې بدموک لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ دوستانه فضا رامنځته کول او ورزشي فرهنګ ساتل و، د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۹:۲
Background image

کابل؛ افغان واليبال ملي لوبډله به د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه سبا بنګله دېش ته روانه شي

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیوي ۱۸ کسيزه د واليبال ملي لوبډلې په کابل کې دونيم مياشتنی تمریني کمپ پای ته ورسېده او د خدای پامانۍ مراسم یې نن د ورزش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کراټې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۴۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

!رسنیز بلنلیک

BACK TO NEWS