نورستان کې د ټېپ بال کرېکټ لس اوریزه سیالۍ د وانټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۳۳
نورستان کې د ټېپ بال کرېکټ لس اوریزه سیالۍ د وانټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ لس اوریزه سیالۍ د وانټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې ژنجیګل لوبډلې خپلې سیالې وانټ لوبډلې ته د په ټاکلو لس اورونو کې ۱۱۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې وانټ لوبډلې ټاکل شوی هدف په وروستي اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د کوچني اختر لمانځل و، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۳۳
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوتبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ګردن دیوار لوبډلې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۲۹
Background image

کابل؛ عزيزي ګروپ د هېواد له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله وستايله

د عزيزي سوداګريز ګروپ د بحرين په کوربتوب د اسيايي سياليو درېيم پړاو سياليو کې د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې اتلان وستايل او د دوی دغه ستره لاسته راوړنه يې د يوې ځانګړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۲۳:۱۲
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او رزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۱۰۰ متره. . .

BACK TO NEWS