نیمروز ؛ زرنج ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۸:۵۵
نیمروز ؛ زرنج ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موی تای فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت زرنج ښار کې د روژې جام په نوم د درې کلپونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو ته د هېواد موی تای ملي فدراسیون رییس مطیع الله نوري او دولتي امرینو ګډون کړی و، چې په پایله کې د نوري اتلانو کلپ لومړی مقام، تک رزم افغان کلپ دویم مقام او ش ه ی د عصمت الله کلپ درېیم مقام ترلاس کړ.

د یادو سیالیو موخه د موی تای ورزش ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوي ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ واليبال سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې ټایلنډ ته سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام په نوم سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي کوربه ټایلنډ ته د ۱ - ۶ ګولونو په توپیر بایلوده.

دغه سیالۍ کې د افغانستان لپاره یوازنی ګول محمد مرادي وواهه.

افغ. . .

BACK TO NEWS