هرات؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس د فوټبال د روزونکو له B درجې کورس څخه لیدنه وکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۹
هرات؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس د فوټبال د روزونکو له B درجې کورس څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، ورسره مله پلاوي ورزشي مشاور ګلاب الدین خپلواک، د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي په هرات ولایت کې د فوټبال له بي درجې کورس څخه، چې ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوی و، لیدنه وکړه.

دغه کورس د هرات او بادغیس ولایت د فوټبال ۲۴ روزونکو ته د ۲۰ ورځو لپاره پیل شوی، چې د فوټبال د مجرب مدرس محمد طاهر روفي له خوا یې د تدریس چارې په مخ وړل کیږي.

د دې لیدنې په پیل کې د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس ډاکټر شاه رسول احراري د ښه راغلاست وینا وکړه، نوموړي خوښي وښوده، چې د ورزش ادارې رهبري تل د ورزشکارانو همکاري کړې په ځانګړي ډول د فوټبال لاسنیوی یې کړی. ښاغلي احراري زیاته کړه، چې همدا د ورزش ادارې همکاري ده، چې د افغانستان فوټبال له جدي ننګونو سره نه دی مخ شوی.

ورپسې مولوي احمد الله وثیق خبرې وکړې، خوښي یې وښوده، چې د فوټبال فدراسیون له ورزشي کادر سره د روزنې په سیمنار کې شتون لري، همداراز ښاغلي وثیق زیاته کړه، چې اوسمهال د فوټبال په برخه کې تر A درجې پورې کورسونه په افغانستان کې دننه ترسره کیږي، چې دا پرمختګ د ستاینې وړ دی، په پای کې نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ورزش اداره د خپلو امکاناتو تر کچې د ورزش او ورزشکارانو همکاري او پرمختګ ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۲۰:۴۸
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍواله جام په حذفي پړاو کې هند ته هم ماته ورکړه

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په اتو غوره لوبډلو پړاو کې هند ته د ۲ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغانستان په ګروپي پړاو له درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۲۰:۴۴
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍواله جام په حذفي پړاو کې نمیبیا ته ماته ورکړه

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې نمیبیا ته د ۶ – ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS